ايا دافغانستان اوسني لانجه دحل يوه سياسي لاره لر ي ؟
سيدعبدالقادر انجنير سيدعبدالقادر انجنير

اې وطنه ؛

ستا صلح ، ازادي زموږ ارمان دي  __  چه دي  وو ينو خوشحاله زموږ جهان دي

ډير خوږ سوي ئې پوهيږو له غليمه  __     اتحا ددې دبچيانو ستا درمان دي

هر يرغل چه په تاريخ کي پر تا سوي  __  دعبرت درس ئې  ورکړي ستا افغان دي

نور به نه پريږدوغليم چه په هر رنګ وي  __  زموږ قول ، زموږ عهد، زموږ پيمان دي

چه دي  ووينوخوشحاله زموږ جهان دي

 

که دافغانستان اوسنيو بدوامنيتي ګواښونو، سختو اقتصادي ستونځو، داداري  فسادلوړي کچي   اوپر ملت باندي په ښارونواومحلاتوکي دجنګ سالارانو روحي اوفز يکی فشارونه اودقانون دحاکميت په مقابل کي دهغو مقاومتونه او سر لغړوني او دبله طرفه د چوکي اومادي امتيازونوپر سر باندي دخارج څخه راغولو    افغاني تکنوکراتانواوجنګ سالارانوتر منځ شخړواوجنګونوته په لږ دقت نظر وا چووپه واقعيت  کي دهر وطن پرست افغان وجدان ته داسي يو تکان ورکوي چه په عکس العمل کي ئې دفعتا په ذهن کي داسي سوال ځاي نيسي :
ايا دا نامعلومه جګړه چه ادامه ئې نه تنها دافغان ملت دبشري تلفاتواواقتصادي  بې سار ي ورانيواو ښکاره تاراج سبب ګرځي ، بلکه دمنطقي امنيت ئې هم دسترو ګواښونو سره مخامخ کړي  اوجهاني امنيت ته هم ديوستر ګواښ په

 څيرچه  ځان څرګندوي  ترکومه وخته به ادامه ولري ؟ 
ځکه نو دسالم سياسي تعقل خاوندان بايد دداسي يوي لوي فاجعې  مخه ونيسي چه هغه دي دملتونوتر منځ ددښمني دروازي خلاصوي  ٠او داور ولمبو ته دې  اچوي .
زه خپله ددې صلاحيت نه لرم چه دپورتني سوال په جواب کي دی په هر اړخيز ډول داسي يودسياسي حل  ميکانيزم پيشنهاد کړم  چه هغه دي په افغانستان کي داوسني بدي امنيتي ، سياسي اواقتصادي  وضع  ښکارندو ئې هم وکړا ي سي ٠
ځکه دا وظيفه دافغان ملي دموکراتيک ګوندونو، دموکراتيک ملي سياسي شخصيتونو اوټولو وطن پرستوروشنفکرانوده چه بايد دافغانستان داوسني لانجي دحل دپاره يو داسي دقيق هر اړخيز ميکانيزم تر تيب  اودامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولني ، دافغانستان دولت اوددولت مخالفينوته وړاندي کړی  ٠ چه په نتيجه کي دجنګ دواړه طرفه بيله قيد اوشرطه دخبرو وميز ته راوبلل سي ٠
او که نه نودغه وخت  بيا دافغان ملت دلاسه څخه وزی او کوم وخت که دامريکا او انګليس قواوی دعراق  څخه ووتلی معلومه خبره ده چه په افغانستان کي دهغه وخت دبې امنيو ګواښونه او حالات اوس دتصور څخه ليري کارهم  دی  .  بيا نو هغه متل دی چه وائې :  ارمان پس له زواله دي  .   په داسي حال کي چه اوسني بد امنيتي ګواښونه کرار کرار ځان دعراق وحالاتو ته نيژ دي کوي  .

او په داسي حال کي چه  ددواړوطرفوتر منځ دشديدوجنګونوپه نتيجه کي هر وخت دبې ګناه انسانانودقربانې کچه جګه وی چه نورېئ ملت هم په خپل ځان کي دتحمل توان نه لري او دوه ځله دافغانستان جمهور ريس  محترم کرزي په دي اړه په ژړا باندي خپل عکس العمل ښکاره کړي دي ولي بيا هم لاس تړلي ملت ددي بمباردونواوانتحاريوڅخه نه دي ژغورل سوي٠                                                               

ځکه نو دافغانستان داوسني لانجي دسيا سي حل ميکا نيزم بايد دټولوملي دموکراتيکوقوتونو، مستقل سياسي ملي  شخصيتونو او  ټولووطنپرسته روشنفکرانو دارمانونو ورځني شعار سي ٠

  او هم بايد دجنګ دواړه طرفه ودي واقعيت ته سر ټيټ کړي چه هرڅه په جنګ نه سي حل کيدلاي ٠اوکه نه په راتلونکي کي به افغان ملت اولوي جهاني ټولني ته هغه طرف لومړي درجه مسؤل وي چه دخپلو شومواهدافوله پاره دريښتيني صلح دميکانيزم څخه فاصله نيسي ٠
زه غواړم چه دلوړوپوښتنودوضا حت اوجواب ته ئې دنيژدې  کيدوپه هکله څه نا څه   يوا ځي پ  اقتصا دي اوامنيتي ساحه کي د عيني   واقعيتونوپه نظر کي نيولوسره  په لا ندي ډول وليکم ٠ 

که موږ دبن دکنفرانس دلومړي ورځي څخه دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني وکړ ونوته په دقت نظر واچوو ،په ښکاره ډول  معلوميږي چه دافغان زوريدلي ملت په مقابل کي ئې دمسؤليت احساس اوصداقت نه درلودلي دا ځکه چه ددې کنفرانس افغاني تشکل هم دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني دخواه څخه  وخپلوستراتيژيکي اهدافوته درسيدو په مقصدداسي جوړ سوی و و ، چه په راتلونکي  وخت کي ونه کړاي سي ددوی په مخ کي کومي ستونځي خلق  کړي . اوهروخت دمادي امتيازونوپه مقابل کي استفاده ځيني وکړاې سي .  ولي په هيڅ صورت دکنفرانس افغاني تشکل دافغا ن لاس تړلي ملت دارادې ښکارندو ي  نه ؤو ٠

ځکه نو دکنفرانس ټوله فيصلي دافغاني ګروپونواود دوی دخارجي حمايه کوونکو دګټو پر اساس دمصلحتونواومعاملوله لاري  سر ته ورسيدلي . او  ديوي داسي موقتي اداري کوږ اساس ئې کښيښووي چه په نتيجه کي :

__  ټول هغه ورک اودوطن فراره سوي جنګ سالاران ددوهم ځل دپاره تر پخوا ډير دقدرت  خاوندان اونوي محلي زندانونه ئې  افغان لاس تړلي ملت ته جوړ اوتر خپل وسه او طاقته ئې پر ملي شتمنيو ئې لا سونه را وګرځول ٠     ښاري اومحلي لوي مسلح واکداران ځيني جوړ سول چه نن ورځ خپله دولت ته هم ديو لوي ګواښ په څير ولا ړدې چه ملت او دولت ته ئې دګواښ نيژ دې مثالونه تقريبادوي هفتي مخکي

 دجوزجان  په ولايت کي نا ارامي چه په نتيجه کي ئې څو نفره شهيدان اوپه لسګونه ټپيان سول ٠ اويا  په تيره هفته کي دافغانستان  پر  لوي څارنوال ،   جنرالانو ،کابل ښاروال او څو نفرو ورسره دشورا پر وکيلانو باندي دکابل  اوپروان  پر لو يه لاره ديو ه لوي ګروپ ټوپکوا لو حمله اودواړوطرفه ترمنځ جګړه ٠

بله مهمه اساسي خبره په مملکت کي دغير قانوني سلاحو و جمع کول وه چه دبن دکنفرانس داساسي فيصلوڅخه شميرل کيدل چه دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولني بايد په دې هکله غوڅ قدمونه اخستي واي اولاره ئې دجمهوري رياست او پارلمان دانتخاباتو دپاره خلاصه کړي واي ٠ولي  متاسفانه چه په   دي   لاره کي صرف  يو تبليغاتي کمپاين پيل اوډيري زړي اوبيکاره صلاحوي جمع کړل سوي . ولي محلي جنګ سالاران تر پخوا هم په ډير قوت فعاله اونووسلا حوو سره پر  خپلو ځايونو باندي پا ته سول .چه وروسته په داسي وخت کي دجمهوري رياست اوپارلمان انتخابات تر سره سول چه په مملکت کي تقريبا ١٧٠٠   مختلف جنګي ګروپونه په غير قانوني ډول په محلاتو کي خپلي حکمدارۍ

 کولي ځکه نو افغان ملت خپله ريښتنه اراده ونه کړايسواي چه دانتخاباتو پر وخت څرګنده کړي . او دپارلمان اکثره چوکي دښاري اومحلي جنګ سالارانو په لاس ورغلي چه دولت ئې  اوس  دسختو چلنجونوسره مخا مخ کړي دې ٠

دوهمه اساسي مسله دبن دکنفرانس دفيصلو څخه دمسلحو قواؤو بيا جوړول وه ٠ ولي ودې مهمي مسلي ته نه تنها دامريکا تر رهبري لاندي

جهاني ټولني اوافغاني چارواکودافغان ملت په وړاندي احساس دمسؤليت ونه کړ بلکي هيڅ نوع صداقت ئې ښکا ره هم نه کړ ٠

هغه کمه اندازه دمسلحو قواؤو تشکيل چه دبن په کنفرانس کي تصويب سو وچه په هيڅ صورت دافغا نستان دداخلي امنيت  او خارجي دفاع دپاره تکافونه کول ولي بيا هم ئې  په پينځو کالو کي ونه کړايسواي چه ٥٠ فيصده ئې اکمال کړي ٠  دا ځکه چه تر اوسه پوري ئې هم پر افغاني بچيانو باندي دحربي ښوونځي او حربي پوهنتونونو ( زميني ، هوائې ) دروازي تړلي دي ٠ ځکه معلومه سول دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولنه اود افغانستان امريکا ئې پلوه دولت نه غواړي چه افغان ملت دی دداسي يو ملي ، مسلکي اوپه محاربوي زده کړو او تاکتيکونو پوه اردوولري  چه په راتلونکي کي دې دهر ير غل په مقابل کي دخپلوخلګو اوملي منافعودفاع اوساتنه په مستقلانه ډول سره وکړايسي ٠ ځکه نو په دې مهمه عرصه کي دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولني  اودافغانستان دولت  صرف  يو تبليغاتي کمپاين  په دې پينځو کلونوکي  مخ ته  بيولي دي  ٠ چه دا هغه   دمسلحو قوا وو ليکي ئې په مليشه ئې او دا سي نورو افغاني ځوانانو باندي ډکي کړي دې . چه اکثر يت دهغوي څخه  دحد اقل سواد خاوندان هم نه دې   او ودې افغاني بچيانو ته ئې په کا في اندازه ددفاع او تعرض تاکتيکونه هم  نه دې ور زده کړي ٠ ځکه نو  په محاربوي فعاليتونو کي ئې  دشهادت کچه ډير ه لوړه اوافغاني چارواکي ددوي  شهادت ته دپردو په څير داهميت په سترګه نه  ګوري  .

 دا ځکه چه ددوي دمحترمو کورنيو اودوستانو ځوانان د دي تحميلي جګړي څخه ليري ساتل شوي دي ٠  په رشتيا سره که  امريکا اودافغانستان دولت غوښتلاې اودافغان ملت په مقابل کي ئې دمسؤليت احسا س کولاې نوبايد دموقتي اداري دکار دشروع سره سم ئې   دحربي ښوونځي او حربي پوهنتونونو( زميني ، هوائې ) دروازي  دافغاني بچيانو پر مخ خلاصي کړي واي .  اوپه افغانستان کي هغه دلوړي زده کړي او دډيري تجربي لرونکي اکا ډميک منصبداران چه دکلونوکلونورا په دې خواه بيا تر ١٩٩٢    کال پوري په حربي ښوونځي اوحربي پوهنتونونوکي دوطن پرستي په لوړ احساس تددريس ورکاوه ، بيله کوم سياسي اوقومي تعصبه اودملي منافعوپه نظر کي نيولوسره بايد بيرته  خپلومقدسو وظيفوته توظيف کړي واي  او نن به تر ډيري اندازي دا مشکلات حل واي ٠ ولي دوي دافغان ملت دغه اساسي ستونځه په نظر کي ونه نيول ٠

ځکه نو داسي معلوميږي چه دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولنه اوافغاني واکداران دملي اردو تر نامه لا ندي داسي يوضعيف اردو جوړوي چه هروخت بايد دپردو تر لاس او قوماندي لاندي خپل کار اوفعاليت مخ ته بوزي نوپه هغه صورت کي به هر وخت دافغان ملت سياسي او اقتصادي استقلال دپردو په لا س کي وي ٠

٢ _  که په اقتصادي ساحه کي لږ څه مخ ته ولاړ سوو،داسي معلوميږي چه دا حاکمه واکداران دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني په اشاره او په پټو ستر ګو بيله کومي دقيقي اقتصادي ارزيابي يعني دنيږدي ددرولسيزوجنګونوڅخه پاته ورانه اقتصادي زيربنا ، اوپه مملکت کي ديوي لسيزي څخه ددولتي  اداري نه موجوديت  ،او په محلاتو کي دجنګ سالارانو او زورواکو ملي شتمنيو تصرف  کول  او ملت بې برخي کول   او هم څو کاله پرله پسي وچکالي چه دا ټول هغه څه دي چه دولت بايد په دقيق ډول تحليل اوارزيابې کړي واي ٠ اووروسته ئې داساسي قانون د   ١٠  _ او١٣  _  مادې په نظر کي نيولوسره  اودملت په مقابل کي دمسؤليت پر اساس دخپلو خلګو په ګټه قدمونه اخستي واي ٠ ولي دافغانستان دولت دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني په اشاره او دهغوې دشومواهدافو له پاره داساسي قانون څخه په ښکاره سر لغړونه د مطلق ازاد بازار ډوول ئې  په داسي حال کي وواهه چه دپورتنيو مشکلاتو سره سره حتي مامورين او کارګران نور ملت لا پريږده دهيڅ نوع اجتماعي تاميناتو در لودونکي نه دي ٠

 نوپه دا سي يو بحراني حالت کي ئې دمملکت داقتصادي پيشرفت کلي  يوڅو داخلي او خارجي اينجوګانو ته په لا س ورکړ  ل ، ولي  دولتي لوړ پوړي  چارواکي ئې تنها  ديومعاش خور په څير سيل اوتماشا کوي  .

بايد ووايوچه  د امريکا په اشاره دافغانستان ددولت دې ستري جفا دمملکت اقتصاد ته په دې تيرو پينځو کلونوکي دونه لويه ضربه ورکړه چه دافغانستان اقتصادي تاريخ ئې په خپل  ياد کي نه لري   ٠  هغه دا چه دنورو جدي بې کفايتيو وڅنګ ته ئې  دملت ټول اقتصا دي موسسات دملت دارادي ،اساسي قانون اوشريعت خلاف دامريکا تر رهبري لاندي دجهاني ټولني دشومواهدافو له پاره دخارج څخه راغلي په نامه افغاني سرمايدارا نو اويوتعدادلويوجنګ سالارانو ته ديو لوي جنګي غنيمت په څير په ډير ټيټ قيمت او په طويلل مدت اقصا طوبا ندي ورکړل  ٠

  چه ددې ناسالمي اقتصادي پاليسي  په نتيجه کي په لس هاوو زرو صنعتي کارګرانو او زارعينوخپل  کارونه دلاسه ورکړل او په مملکت کي دبيکاري کچه خپل اعظمي ګراف  طي کوي ٠ په داسي حال کي چه دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولنه په افغانستان کي د  ١٢  _  ميليار دوډالرو دکومک او مصرف  خبري کوي ولي عملا په مملکت کي ديو ميليار د ډالرو د دقيق  اوپر ځاي د مصرف  دحساب  جواب هيڅ چاواکي نه سي ويلاې ٠ داځکه چه دا ډالرونه بيرته   پرمختلفو لاسونوباندي ددرغليو په ډول وخارج ته انتقال سول ٠ بايدووايوچه دافغانستان دولت دامريکا تر رهبري لاندي  دخپلي نا سالمي اقتصادي پاليسۍ پر اساس په تيرو پينځوکلونوکي حتي لس فيصده اقتصادي زير بنائې فعاليت ونه کړ او داساسي قانون د  ١٣    مادې څخه په ښکاره سر لغړونه  افغانستان ئې دمنطقي په يو مصرفي مارکيټ باندي تبديل کړ ولي لوړ چارواکي دخجالت  پر ځاي وافغان ملت ته خپلي کړني په افتخار بيا نوي ٠  په نتيجه کي :

_ا_  افغانستان په ټوله نړي کي په داسي يوه  وخت کي دمخدره موادودقاچاق اوتوليد لومړي مقام تر لا سه کوي ،چه دامريکا تر رهبري لاندي جهاني ټولنه ، دائتلاف  ځواکونه اودناټود  ستر قدرت  قوا وي دعصري ترينو سلا حوو سره په دي مملکت کي شتون لري ٠

_٢_ افغانستان دلومړي ځل دپاره دامريکا تر رهبري لا ندي دجهاني ټولني په موجوديت دجهان دپينځو فقير ترينو مملکتونو په قطا ر کي ودريدي ٠

دپورتنيو واقعيتونو سره په ارتبا ط کي بايد دانګلستان دنوي سفير څرګندونو ته چه تقريبا درې هفتي مخکي  په کابل کي  وژورنالستانو ته کړي وی  يوه اشاره وکړم  : د انګلستان سفير په خپله مصاحبه کي ويلي دي چه :

په دې تيرو پينځو کلونو کي دافغانستان څخه ډير خوشبينانه راپورونه دانګلستان دولت ته انتقال شوی دي ٠

 


که دسفير دې ډيپلوماتيکي خبري ته په دقت نظر وا چو ونودده ددې خبر ي څخه داسي معلوميږي چه اصلا په واقعيت کي په افغانستان کي بل څه تيريږی ٠ نو سوال دا پيداکيږي چه په دې تيرو پينځو کلونوکي څونه لوړ چارواکي داروپا د يو تعداد مملکتونو څخه دلومړي وزيرانو په شمول نور وزيران  هم دافغانستان دسياسي ، اقتصادې اونظامي حالاتو دمعلومولواوافغاني چارواکو ته دهدايت ورکولو له پاره سفر کړي اوبيرته خپلو مملکتونو ته تللي دي حتي دامريکا دجمهور ريس معاون او يو تعداد وزيران هم راغلي او بيرته تللي دي ٠ نود ديلوړو چارواکو څخه يوه هم عيني واقعيتونه دانګلستان ودولت ته نه دي منعکس کړي ٠ په داسي حال کي چه توني بلير څو مياشتي مخکي دلندن څخه لکه خپل هيواد ئې مستقيما دافغنستان دهلمند ولايت ته سفر وکړ بيله دي څخه چه لومړي وکابل ته ولاړسي او  دافغاني چارواکو سره په مشوره سفر وکړي ٠ که دانګلستان دسفير دا څرګندوني حقيقت ولري ٠ نو  افغان ملت ته بيا نور  سوالونه پيداکيږي چه جواب ورکول ئې بيا دسفير دصلاحيت څخه هم لوړ ښکاري ٠

 او که نه نو دا څرګندوني افغان ملت ته دصداقت پر بڼه نه ښکاري اونه دده دا څرګندوني په افغانستان کي کومه دارامي ، صلح اوملي روغي جوړي  لاره پرانيزي ٠ بلکه دا فقط  وستراتيږيکي اهدافوته درسيدو پر مخ ددوي دتاکتيکونويوه نمونه ده ٠  دپورتنيو واقعيتونوپه نظر کي نيولوسره غواړم ديو پيشنهادپه څير لاندي څوکرښوته دمحترمو لوستونکو توجه واړوم هغه دا چه دسياسي حل په ميکانيزم کي  دي  دنورومهموکرښووڅنګ ته دغه لاندي څوليکي هم په پوره وضاحت سره ځاي پر ځاي کړل سي ٠

_١_   دجنګ دواړه طرفه بايد په افغانستان کي بشريجناياتوله منځه وړلو دصلح ،امنيت اوملي روغي جوړي راوستلواودمنطقي څخه دبې امنيو دګواښونودليري کولواودجهاني صلح دټينګښت اوښکاره حمايې په منظور بې له کوم قيد اوشرطه اور بند اعلان اودخبرو وميز ته راوبلل سي ٠  

_٢_ دواړه طرفه بايددبين المللي کنفرانس غوښتونکي سي ٠ ولي دکنفرانس افغاني تشکل دبن دکنفرانس په څير بايد نه وی بلکه دافغان ملت دريښتيني ارادې منعکس کوونکي  وي هغه دا چه . اضافه دجنګ د دواړو طرفو څخه په افغانستان کي دملي دموکراتيک ګوندونونماينده ګان ، سياسي مستقل کارپوهان ، په ملت کي با نفوذ ه ملي شخصيتونه ددې بين المللي کنفرانس د افغاني ګډون کوونکو څخه وی ٠ 

__٣ __  دا کنفرانس بايد بيله کومه سياسي او قو مي تعصبه د  داخلي او خارجي دفا عي ضرورت په نظر  کي نيولو سره  ديوه داسي مسلحو  قواووتشکيل تصويب کړي چه دنوي ادارې دکار په شروع سره نه تنها ټول مسلکي دلوړو زده کړولرونکي ، با تجربه وطن پرسته با انرژي  عسکري صاحب منصبان ( زميني ،هوائې ) جلب اوجذب سي  بلکه دحربي ښوونځي اوحربې پوهنتونونو( زميني ، هوائې ) دروازي هم  بايد  دافغاني نوي نسل پر مخ باندي خلاصي سي  ٠

__٤ __  دخارجي قوا وو دوتلودپاره دې داسي يوزماني  جدول جوړکړل سي چه هيڅ نوع دبې امنيو له پاره لا ره خلاصه نکړي  . کيدلايسي  که توافقات وځانته  مشکله بڼه اختيار کړي په هغه صورت کي دې  يا دملګروملتونودصلح ځواکونه وغوښتل سي او يادې د اسلامي هيوادونوڅخه پوځونه وغوښتل سي  ٠ په دغه وقفه کي دې بيله کوم قيد او شرطه  دټولومسلح   ګروپونوڅخه تر هر نامه چه لاندي وي سلا حوي جمع اوري شي ٠ او دملي دفاع وزارت ئې بايد  د ځانه سره قيد کړي ٠

_٥_ دافغانستان  په داخلي چارو کي دپټو اوښکاره خارجي مداخلو دمخنيوي له پاره بايدبين المللي تضمينو  نه واخستل سي ٠ اودملګروملتونوپه خاصه جلسه کي دې د امنيت شورا ته دڅارني وظيفه ورکول سي ٠ 

__٦_ جهاني ټولنه بايد خپل اقتصادي کومکونه بې له کوم قيد اوشرطه دنورو پينځو کالو له پاره دافغانستان ونوي دولت ته هر کال په داسي يو وخت کي وسپاري چه دتير کال د مصرف دقيق او پر ځاي  راپور بايدد جهاني ټولني نماينده ګانوته  وسپارل سي . 

__٧_  دافغانستان نوي اداره   بايدددې صلاحيت ولري  چه دافغانستان دملي امنيت ستراتيژې په افغانستان کي دعينيتونواوواقعيتونو په نظر کي نيولو سره  ( اقتصادي ، اجتماعي ، سياسي  ، امنيتي  ) جوړه اودعملي کيدوله پاره ئې دسالم سياست څخه کار واخلي  ٠

 

 


August 19th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات